امریکا د افغانستان د زده کړو او په اقتصادي برخو کې د ترکیې هڅې وستایلې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال احمد یلدیز سره نن د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

وېسټ د دې لیدنې کتنې خبر په خپله ایکسپاڼه کې ورکړی دی.

د دې غونډې په اړه، چې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم وه، وېسټ په افغانستان کې د زده کړو او اقتصادي ثبات په برخو کې د ترکیې د هڅو ستاینه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له‌مخې اوسمهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه راز د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی دی.