د پاکستان د سند ایالت په کاشمور سیمه کې نن په یوه کور کې د راکټ لانچر د مرمۍ د چاودنې له امله ۸ تنه وژل شوي دي.
پولیس وایي چې په وژل شویو کې پنځه ماشومان، یو نارینه او دوه مېرمنې دي.
په سیمه کې د پولیسو افسر روحیل کوسه ازادي راډیو ته وویل چې دا مرمۍ ماشومانو په بهر کې پيدا کړې وه او کور ته یې وړې وه.
کوسه زیاته کړه چې د پېښې تحقیقات روان دي.