د نیپال کرکټ لوبډلې د افغان کرکټ لوبډلې جوړ کړی ریکارډ مات کړ

د نیپار کرکټ لوبډلې یو لوبغاړی د لوبې پر مهال

د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې د نیپال کرکټ لوبډلې په شل اوریزه لوبه کې د افغانستان د لوبډلې جوړ کړی ریکارډ مات کړ.

نیپال نن په شلو اورونو کې له منګولیا سره د لوبې پر مهال درې سوه څوارلس منډې جوړې کړې.

افغانستان په ۲۰۱۹م کال کې په شل اوریزه کرکټ لوبه کې د ایرلنډ په مقابل کې دوه سوه اته اویا منډې جوړې کړې وې چې تر ننه ریکارډ وې.