د بخښنې نړیوال سازمان د مطیع‌الله ویسا د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د زده کړو فعال او قلم لار ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا شپږ میاشتې مخکې په کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوی او دا مهال په زندان کې دی.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل د طالبانو په بند کې د زده کړو د فعال او قلم لار ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د امنیستي انټرنېشنل د جنوبي اسیا څانګې نن په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې نن شپږ میاشتې کېږي چې د زده کړې دغه فعال له طالبانو سره بندي دی او زیاتوي هغه یې یوازې په دې خاطر زنداني کړی چې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره یې مخالفت څرګند کړی.

امنیستي انټرنېشنل د ښاغلي ویسا لپاره د عدالت غوښتنې ترڅنګ په افغانستان کې د نجونو لپاره د عدالت غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، د ښځو پر وړاندې د سختو چلندونو په ترڅ کې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو راګرځولې او هم یې پر نجونو او ښځو د پوهنتوني زده کړو بندیز لګولی دی.

همدارنګه پر ښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ هغوی په ډېرو دولتي ادارو او نادولتي موسسو کې له کار کولو منع شوي دي.