بایربوک: اذربایجان دې ناګورنو قره‌باغ ته د نړیوالو څارونکو د تګ اجازه ورکړي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له اذربایجانه وغوښتل چې نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړي چې لاندې کړې ناګورنو قره‌باغ سیمې ته لاړ شي.

پر سیمې د بشپړ کنټرول د ټینګولو لپاره د اذربایجاني ځواکونو د تېرې اوونۍ د عملیاتو په نتیجه کې د دې سیمې په زرګونه ارمن ټبره اوسېدونکي خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره شوي دي.

بایربوک زیاته کړه، دې پرېکړه کړې چې د خپل هېواد بشري مرستې یوځل بیا د پام وړ زیاتې کړي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته به د دوو میلیونو ایرو پرځای پنځه میلیونه ایرو اضافي مرسته ورکړي.