د اوکرایني پوځي ستایلو له کبله د کاناډا د پارلمان رییس استعفا وکړه

د کاناډا پارلمان

د کاناډا د پارلمان رییس پرون، وروسته له هغه استعفا وکړه چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمن نازیانو په ګټه جنګېدلی اوکراینی پوځي یې وستایه.

تېره اوونۍ د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پارلمان ته د سفر پر مهال، انټوني روټا د خپلې ولسوالۍ یو بوډا اوکراینی مهاجر د اتل په توګه وستایه.

خو روتا وروسته له هغه د استعفا له زیاتېدونکي فشار سره مخ شو چې څرګنده شوه چې هغه اوکرایني بوډا کډوال د نازیانو سره تړلي نظامي واحد کې دنده ترسره کړې.

روټا د پارلمان غړو ته وویل چې په خواشیني سره د پارلمان د استازیو جرګې له ریاسته استعفی وړاندې کوي.