یونېسف: له ارزګان پرته په ټول افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین دوام کوي

په جلال اباد کې د پولیو واکسین له کمپاینه یو انځور. August 21, 2023

له ارزګان ولایت پرته په نور افغانستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو پر خلاف د واکسین ورکولو کمپاین سبا پنجشنبه هم دوام کوي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف ویلي، په دغه کمپاین کې به چې له تېرې دوشنبې پیل شوی، څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د دې ناروغۍ په وړاندې واکسین شي.

په دې تازه کمپاین کې ماشومانو ته ویټامین‌اې هم ورکول کېږي.

روان میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵ مثبتې پېښې شوي چې ټولې په ننګرهار ولایت کې دي.