اروپايي ټولنه د ناګورنو قره‌باغ اغېزمنو کسانو سره ۵ میلیونه مرسته کوي

د ناګورنو قره باغ اغېزمن خلک چې د جګړې له کبله کډې کولو ته اړ شوي دي.

اروپايي کمېسیون پرون سې شنبه اعلان وکړ، چې اروپايي ټولنه به په لانجمنه سیمه ناګورنو قره‌باغ کې له جګړو اغېزمنو شویو کسانو سره د بشري مرستې لپاره ۵ میلیونه یورو چې ۵ میلیونه او درې لکه ډالره کېږي، اختصاص کوي.

د بشري مرستو او د بحرانونو د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمشنر یانیڅ لنارچیچ ویلي: "موږ باید د هغو زرګونو کسانو ملاتړ ته ځانونو چمتو کړو، چې له ناګورنو قره باغ یې د کډې کولو پرېکړه کړې ده."

لنارچیچ ویلي، داسې اټکل کېږي، رواروان ژمی به د دغو کډوالو لپاره نور چلنجونه او ستونزې هم پېښې کړي.

تېره اوونۍ هم اروپايي کمېسیون د پنځه سوه زره یورو په ارزښت د خپلې لومړۍ مرستې اعلان کړی.

بروکسل هیله من دی چې د دوی له مالي مرستې به ۲۵زره کسان ګټه واخلي چې یا په دې سیمه کې راګیر پاتې دي، یا هم ارمنستان ته کډه شوي دي.

په دې لانجمنه سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان د پوځیانو ترمنځ له تېرې اوونۍ شخړې روانې دي او د ارمنستان حکومت ویلي تر پرون سې شنبه له دې سیمې ۱۳۳۵۰ تنه جبري بېځایه شوي کسان د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي.