د څلورو هېوادونو له لارې د اوکراین د غلې دانې صادرېدو په تړاو د څېړنو غوښتنه وشوه

د اوکراین د غنمو د حاصلاتو یو انځور

د مرکزي اروپا څلورو هېوادونو له اروپايي ټولنې غوښتي چې د هغه بشري دهلیز په اړه څېړنې وکړي چې د دې هېوادونو له لارې د اوکراین غلې دانې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا د کرنې وزیرانو نن وویل، د اوکراین د غلې د صادراتو یوه برخه د پولنډ په څېر ځینو هېوادو کې پاتې کېږي چې د دې هېوادونو د سیمه‌ییزو کروندو ګرو د غلې دانې حاصلاتو ته زیان اړوي، ځکه د اوکراین صادرات د دې هېوادونو پرتله ارزانه دي.

د چک جمهوریت د کرنې وزیر ماریک ویبورني وویل چې په دې هېوادونو کې د اوکراین د غلې د صادراتو د پاتې کېدو د مخنیوي لپاره اروپايي ټولنه باید د غلې سوداګرو ته نقدي امتیازونه ورکړي.

په دې غونډه کې د اوکراین د کرنې وزیر هم د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و.