د پولنډ کارپوهان: د غلو پر یوه ګودام مو لګیدلی توغندی د اوکراین لخوا توغول شوی و

د پولنډ او اوکراین بیرغونه - ارشیف

د پولنډ کارپوهانو تایید کړې، چې هغه توغندی چې په نومبر میاشت کې د غلو پر یوه ګډام لګیدلی او دوه کسان یې وژلي و، د اوکراین لخوا توغول شوی و.

د ناټو په دې غړي هیواد پولنډ کې د دغه توغندي لګیدو دا وېره زیاته کړې وه، چې د دې تړون د ګډې دفاع د مادې له فعاله کیدو سره ښایي د اوکراين جګړه پراخه شي، خو هغه مهال وارسا او ناټو وويل چې دوی باور لري، چې دا د اوکراين تېروتنه وه.

یو شمیر سرچینو چې له ترسره شویو تحقیقاتو خبر دي د پولنډ Rzeczpospolita یوې ورځپاڼې ته وویل، چې پولنډ دا ثابته کړې، هغه توغندی چې د پرژیودوو Przewodow په کلي کې لویدلی و د S 300 5-W-55 هوایی مدافعې توغندی و.