قانع: کابل او ولایتونو کې د امنیتي کمرو د لګولو په اړه هواوي شرکت سره پر احتمالي همکارۍ خبرې شوي

له ارشیفه د امنیتي کمرو یو تصویر

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، کابل او ولایتونو کې د امنیتي کمرو د لګولو طرحه باندې کار روان دی او په دې تړاو یې د چین هواوي شرکت سره د احتمالي همکارۍ په اړه هم خبرې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس پرون دوشنبه د دغه وزارت د ویاند عبدالمتین قانع په حواله ویلي، چې د چین له دغه شرکت سره په تېره اګست میاشت کې خبرې شوي، خو په خبره یې کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي.

رویټرز د هواوي شرکت په حواله هم ویلي، چې له طالب چارواکو سره په دې تړاو غونډه کې پر کوم ځانګړي پلان بحث نه دی شوی.

د چین بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه بې خبري ښودلي، خو ویلې یې دي، دوی خپل شرکتونه په افغانستان کې د عملي همکارۍ لپاره هڅوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو،چې ټول افغانستان کې یې د خلکو " د روحي او فزیکي امنیت" لپاره دوه شپیته زره د څارنې کمرې نصب کړي او په خبره یې د زرګونه نورو د لګولو پلان هم لري.

د دې پلان نیوکه کوونکو بیا ویلي، چې طالبان د اعتراض کوونکو او لاریون والو د ډله ییزې څارنې او ځپنې لپاره دا کار کوي.