د امریکا پوځ په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د یوه قوماندان د نیولو خبر ورکړی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ وویل، چې دا قومندان ابو هلال الفداني څو ورځې مخکې د سوریې په شمال کې د هیليکوپترو د بریدونو پر مهال نیول شوی دی.
په دې اړه په بیان کې زیاته شوې، چې د اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې دغه قوماندان د عملیاتو او اسانتیاوو د برابرولو مسئولیت په غاړه درلود او په سیمه کې یې د اسلامي دولت ډلې د شبکې ارتباطات برابرول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.