د اتریش د ازادۍ ګوند یو شمېر غړو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د اتریش د ازادۍ ګوند یو شمېر غړي

د اتریش د ازادۍ ګوند یوشمېر غړو په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر اېکس شبکې په یوه بیان کې د دې لیدنې تصویرونه خپاره کړي او د ښاغلي متقي له قوله یې لیکلي دي چې نوموړی وايي، له اتریشي پلاوي سره له لیدنې خوښ دی څو نړیوالو ته د افغانستان رښتینی تصویر وړاندې کړي.

ښاغلي ضیااحمد د یوهانس په نوم د اتریش د ازادۍ د ګوند د یوه غړي له قوله لیکلي چې وايي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې امنیت ټینګ کړی دی.

د اتریش حکومت او د ازادۍ ګوند تراوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

د ازادۍ ګوند د اروپا په پارلمان کې څلور او د اتریش په ملي شورا کې دېرش استازي لري.

نوموړی ګوند په اروپا کې د مسلمانانو او مهاجرت ضد پالېسیو په لرلو مشهور دی.