د اوکراین ولسمشر: دفاع وزیر د امریکایي ټانکونو د لومړۍ جوپې د ترلاسه کولو زېری راکړ

تصویر له ارشیفه، د متحده ایالاتو او اوکراین ولسمشران

اوکراین د ابرامز ډوله امریکايي ټانکونو لومړۍ جوپه ترلاسه کړه.

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نن پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل، چې دفاع وزیر رستم عمروف ده ته زېری ورکړی چې ابرامز ټانکونه اوکراین ته رسېدلي او پوځي تجهیزات یې پیاوړي کړي دي.

اوکراین وايي دا ټانکونه به د دې هېواد په ختیځ کې د روسي ځواکونو پرضد په ځوابي تهاجمي حملو کې د اوکراین له پوځي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځه سیمه اودیسې کې په وروستیو هوايي حملو کې د غلې مهمې زېرمې له منځه وړي دي.

متحدوایالاتو په جنوري میاشت کې، هغه مهال چې اوکراین خپلو ځوابي حملو ته تیاري نیوله موافقه وکړه چې دې هېواد ته ابرامز ټانکونه ورکړي.