د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ پرون ناوخته د کاسوو د یوه پولیس افسر وژنه وغندله، خو د دې پېښې ملامتي یې د کاسوو پر صدراعظم البین کورتي واچوله.
وچیچ په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، په کاسوو کې سرب ټبره وګړي نه غواړي نور د کورتي ترور وګالي.
هغه ویلي د کاسوو په شمال کې د نورو وژل شویو کسانو تر څنګ د وژل شوي البانیايي ټبره پولیس له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
وچیچ په دې پېښه کې د سربیا دخالت رد کړ.
پرون تر دې مخکې د کاسوو صدراعظم کورتي په یوه کنفرانس کې وویل، چې د دغه هېواد په شمال کې لږ تر لږه ۳۰ په وسلو سمبالو کسانو، حرفوي خلکو، پوځيانو او پولیسو ته چې د کازوو د پولیسو له خوا کلابند شوي وو، د ده له خوا د کاسوو امنیتي ادارو ته د تسلیمېدو بلنه ورکړل شوه.
په سیمه کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ټیم تر دې مخکې د کاسوو په شمال کې د ډزو د دوام خبر ورکړی و.
د کاسوو پولیس وايي پرون د شخړې پر مهال درې حمله کوونکي وژل شوي او شپږ کسان نیول شوي، چې دوه یې حمله کوونکي دي.