اوچا: افغانستان کې لوږه د ریکارډ تر کچې رسیدلې، خو زموږ بودیجه کمه شوې او د ژوند ژغورنې مرستې کمیږي

یو شمېر فقر او لوږه ځپلې افغانې مېرمنې - تصویر له ارشیفه

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا خبرداری ورکوي چې که د بودیجې د سخت کمښت ستونزه یې هواره نشي، نو به افغانستان کې د ژوند ژغورنې د مرستو اندازه ډیره راکمه کړي او هغه هم داسې مهال چې په دې هیواد کې سخته لوږه د ریکارډ ترکچې رسیدلې.

اوچا پرون یکشنبې په خپله اېکس پاڼه کې د دغه خبرداري ترڅنګ ویلي، چې د روان کال د جنوري نه ترجولای میاشتې پورې په افغانستان کې بشري شریکانو ۲۲،۶ ملیون وګړو ته د خوړو او کرنې په برخه کې مرستې رسولي دي.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان، WHO څانګې هم پرون په خپله اېکس پاڼه کې خبرداری ورکړی، چې لازمه بودجه ترلاسه نکړي نو به اته ملیونه افغانان د ژوند ژغورنې له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.