د کرویشیا پولیسو د فوټبال ۹ مینه وال د تېرې میاشتې د ګډوډیو په تور نیولي

د کرویشیا پولیس

د کرویشیا پولیسو د فوټبال نهه تنه مینه وال په یونان کې د تېرې میاشتې په خونړي تاوتریخوالي کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.

د کرویشیا HRT ټلویزیون پرون د سپټمبر ۲۳مه نېټه راپور ورکړ، چې د دینامو زاګرب د فوټبال د کلپ لس تنه مینه وال د اروپايي ټولنې د یوه حکم په اساس تر تعقیب لاندې وو، چې نهه تنه یې نیول شوي او د یوه بل د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

HRT د کرویشیا د عدلیې وزارت په حواله خبر ورکړی، چې دا کسان د بدو آبي هلکانو په نوم د هغې ډلې غړيتوب لري چې د یونان په پلازمېنه آتن کې د تېرې میلادي میاشتې په تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن دي.

په دې تاوتریخوالي کې یو تن وژل شوی و.