په کريميا کې د چاودنو غږونه اوريدل شوي

کريميا سيمه - ارشيف

د ټیلګرام څو چاینلونو د سپتمبر په دوه ویشتمه راپور ورکړ، چې د کریمیا په ټاپوزمه کې چې روسیې له خپلې خاورې سره الحاق کړې ده، د سواستوپول په ښار کې د حرارتي بریښنا فابریکې ته څېرمه د چاودنو غږونه اوریدل شوې دي.

دا چاودنې په داسې وخت کې شوې دي چې ژغورونکي په تورسمندرګي کې د روسیې د بیړیو پر مرکزي دفتر د ورځې په پيل کې د لګیدلو توغندیو له امله د رامنځته شويو ورانيو ویجاړيو په پاکولو بوخت وو.

د کریمسکي ویتر ټیلګرام چاینل خبر ورکړ، چې د حرارتي بریښنا مرکز ته زیان نه دی اوښتی.

په کریمیا ټاپوزمه کې د روسیې له لورې ګمارل شوی والي میخایل رازفوژییف په تیلګرام کې دا خبر رد کړی دی چې د بریښنا په کوم مرکز دې د توغندیو برید شوی وي.