ارمنستان: لسګونه حکومت ضد مظاهره چیان نیول شوي

د يوه معترض د نيول کیدو تصویر

د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې پولیسو په لسګونو مظاهره چیان نیولي دي.

د ارمنستان پولیسو پرون وویل، څلور اتیا هغه کسان یې توقیف کړي دي چې د پولیسو د امر اطاعت یې نه کاوه.

د ارمنستان اپوزیسیون ډلو وروسته وویل، چې تر اوسه شاوخوا درې نیم سوه اعتراض کوونکي نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې د ارمنستان د پخواني ولسمشر رابرت کوچارین زوی لیوون کوچارین هم شامل دی.

د ارمنستان د اپوزیسیون مشرانو پرون له واکه د صدراعظم نیکول پاشنیان د لرې کیدو لپاره له خپلو پلویانو وغوښتل چې مظاهرې وکړي.

اعتراض کوونکي وایي چې دوی به خپلو مظاهرو ته تر هغو دوام ورکړي چې پاشنیان له واکه لاس نه وي اخیستی.