په هانګژو کې د سوریې او چین د ولسمشرانو لیده کاته شوي

د سوریې له ولسمشر بشار اسد

د چین دولتي رسنیو د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره د شي جین پینګ د کتنې خبر ورکړ.

اسد پرون په رسمي سفر چین ته ورسېد.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سوریې ولسمشر په دې سفر کې هڅه کوي د خپل وران شوي هېواد په بیا رغونه کې د چین ملاتړ ترلاسه کړي.

بشار اسد به سبا په هانګژو ښار کې د اسیايي سیالیو د ۱۹ دورې د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د چین دولتي خبري اژانس، سینهوا راپور ورکړ چې شي جین پینګ نن په هانګژو ښار کې له بشار اسد سره کتلي دي.

له منځني خیتځ بهر، چین یو له هغو څو ګوته په شمېر هېوادنو څخه دی چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته بشار اسد هلته سفر کوي.

د سوریې کورنۍ جګړه چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې وه، څه باندې پنځه سوه زره په کې وژل شوي، میلیونونه تنه بې‌ځایه شوي او د دې هېواد بنسټونه او نورې صنایع په کې زیایمنې شوي دي.