اوکراین جګړه؛ زیلینسکي په دې جګړه کې د امریکا له مرستو مننه کړې

د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د هغه اوکراینی سیال ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وکتل او د امریکا له مشر یې مننه وکړه چې له اوکراین سره یې د روسیې پر ضد جګړه کې مرسته کړې ده.

له خپل امریکايي سیال سره تر پرونۍ لیدنې مخکې زیلینسکي د امریکا د کانګرس او د امریکا د پوځ له مشرانو سره هم کتلي وو.

بایډن له زیلینسکي سره په لیدنه کې د روسیې له یرغل سره د مبارزې په برخه کې د اوکراین د خلکو د زړورتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې د امریکا خلک هوډمن دي او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره به هر څه وکړي چې نړۍ به د اوکراین تر څنګ ودرېږي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې متحده ایالات اوکراین ته د پام وړ نوي هوايي دفاعي وړتیا ورکوي، خو دا مهال کییف ته د اوږد واټن ویشتونکي اکتامس توغندي نه ورکوي.

دا ډول توغندي تر ۱۹۰مایله واټن وهلی شي.