د یوناما مرستیال سره د کرزي او عبدالله لیدنه؛ په مرستو او د نجونو پر زده کړو غږېدلي

د عکس ښي لور عبدالله عبدالله او کرزی او چپ لور ته د یوناما مرستیال مارکس پوټزل او هغه سره مل پلاوی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پرون پنجشنبې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوټزل سره وکتل.

حامد کرزي پرون ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې په دې کتنه کې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو په اړه خبرې وشوې او افغان نجونو او هلکانو ته د زده کړو د اسانتیا پر برابرولو ټینګار وشو.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخه نیولې او له دې کبله له پرله‌پسې انتقادونو سره مخامخ دي.