وېسټ: امریکا د افغانانو لپاره د بشري مرستو مخکښ تمویلونکي پاتې شوی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي چې پرون یې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال او د بېړنیو مرستو له همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس سره په کتنه کې په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ټوماس وېسټ بېګا ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې د دغو خبرو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې متحده ایالات د افغانانو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بشري مرستو مخکښ تمویلونکي پاتې شوی دی.

وېسټ ویلي، د دې منندوی دی چې پلي کوونکي شریکان یې مرستې د نړیوالو اصولو مطابق رسوي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرن ډیکر په دې وروستیو کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي له دې هېواد سره د دوه میلیارد ډالرو بشري مرستې کړي دي.