سپینې ماڼۍ له کانګرسه د اوکراین لپاره د میلیاردونو ډالرو د مرستې تصویب غوښتی

سپینه ماڼۍ

سپینې ماڼۍ له کانګرسه غوښتي چې د اوکراین د ملاتړ لپاره د میلیاردونو ډالرو نوره مرسته تصویب کړي.

دغه غوښتنه داسې مهال کېږي چې د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکراین یرغلیز عملیات د هوا له سړېدو او شرایطو له لا سختېدو سره دوام لري.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي پرون چهارشنبې خبریالانو ته وویل چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به نن په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره وګوري او له هغه به د جګړې د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

جان کربي وویل، منی را روان دی او وخت حساس دی او زیاته یې کړه چې سپینې ماڼۍ زیلینسکي تشویق کړی چې د کانګرس له غړیو سره وګوري چې د پوځي مرستو د دوام ملاتړ یې وکړي.

د کانګرس یو شمېر غړي له اوکراین سره د پوځي مرستو د دوام مخالف دي.