ترکیې افغانستان ته د شل ټنه درملو او طبي وسایلو د لېږد خبر ورکړی دی.
د ترکیې انادولو خبري اژانس پرون چهارشنبه راپور ورکړ چې په دغو مرستو کې د اکسرې ماشینونو په ګډون ځینې پرمختللي وسایل شامل دي.
دغه طبي مرستې په کابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوي دي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و که مالي مرستې ور ونه رسېږي، په افغانستان کې به شاوخوا اته میلیونه خلک له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.