د اسیايي پراختیا بانک له افغانستان سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه

د اسیا پراختیا بانک

د اسیايي پراختیا بانک له افغانستان سره د څلور سوه میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.

دغه بانک پرون چهارشنبه د سپټمبر ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه تازه مرسته د زیانګالو افغانانو د لاسنیوي په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته ځانګړې شوې.

د خبرپاڼې په دوام راغلي چې ټولې دغه پیسې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکول کېږي چې مصرف یې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې مرستې له ډلې به سل میلیونه ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیونه افغانان تر پوښښ لاندې راولي.

د مرستې دوه سوه میلیونه ډالره یونېسف ته ورکول کېږي چې په لسو ولایتونو کې د ۷ نیم میلیونه ماشومانو ملاتړ پرې وکړي او پاتې سل میلیونه یې د کرنیزو فعالیتونو پر ملاتړ لګول کېږي.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي تر پایه له افغانانو سره د مرستې لپاره د یو میلیارد ډالره مرستو غوښتنه کړې وه.