د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د افغانستان د ازادۍ جبهه

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې کابل کې یې د طالبانو د حکومت ۷ غړو ته مرګ ژوبله اړولې.

دغې جبهې پر خپله ایکس پاڼه ویلي چې دغه چریکي برید یې پرون ماښام د کابل په بادام باغ سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته کړی چې نتیجه کې یې د دوی په ټکو ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د طالبانو د حکومت امنیتي سرچینو تراوسه د دغه ادعا شوي برید په تړاو څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو هم په خپلواک ډول د خبر پخلی نه شي کولای.