علي وزير د پنجاب له یوه زندان څخه خوشې شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر علي وزير

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړی علي وزیر د پنجاب له اډیاله زندانه خوشې شو.

پر علي وزیر وروستی تور سایبري جرم و، خو د پاکستان د سایبري جرمونو محکمې برات ورکړ.

علي وزیر د اګست په اتلسمه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه لاریون کې له ګډونه وروسته ونیول شو او د دولت پر ضد د بلوا او تروریزم په شمول ګڼ شمېر دوسیې ورته جوړې شوې.

دې ته ورته تورونه د بشري حقونو پر فعالې ایمان زینب مزاري هم لګول شوي وو، خو محکمې د هغې ضمانت ومانه او ژر خوشې شوه.