زيلينسکي په ملګرو ملتونو کې؛ د روسيې د يرغل پر وړاندې راسره ودريږئ

د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون (سې شنبې) د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې ودریږي.

ده وویل: مسکو باید په شا وتمبول شي چې نړۍ د بېړنیو ننګونو د حل کولو فرصت تر لاسه کړي.

دا له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د زیلینسکي لومړنۍ وینا ده.

د ده څرګندونې د نړۍ د مشرانو له تشویق سره مخامخ شوې.

ده زیاته کړه:«اوکراین هر هغه څه چې په وس پوره وي کوي یې، څو دا ډاډ ترلاسه شي چې د روسیې له یرغله وروسته نور په نړۍ کې هیڅوک پر بل ملت د حملې جرات نه کوي.»