په پاکستان کې یو شمېر پخوانیو افغان پوځیانو خپل خوندیتوب ته اندېښنه ښودلې

ارشیف: افغان پوځیان د عملیاتو پر مهال

په پاکستان کې دېره د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځینو پخوانیو پوځیانو د خپل خوندیتوب په اړه اندېښنه وښوده.

دوی چې وايي شمېر یې سلګونو ته رسېږي پرون سې شنبه په یوه لیک کې ویلي، نړیوالې ټولنې دوی ته شا اړولې ده.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي: "نړیوالې ټولنې، ناټو او امریکا له افغانانو په ځانګړي ډول نظامیانو سره د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې وه، خو دوی پر خپلو ژمنو وفا ونه کړه."

په پاکستان کې وخت ناوخت د ځینو پخوانیو پوځیانو د نیول کېدو، وژل کېدو او لادرکۍ راپورونه ورکړل شوي دي.

څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په زرګونو پخواني پوځیان د پاکستان تر څنګ، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو ته لاړل.

په دغو نورو هېوادونو کې هم دېره پخوانیو پوځیانو خپل وضعیت ناوړه بللی او غوښتنه یې کړې ده چې د دوی برخلیک دې معلوم شي.

په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورول کېدو لړۍ چټکه شوې ده.