جرمني: اذربایجان دې په ناګورنو قره‌باغ کې پوځي اقدامات سمدستي پای ته ورسوي

په ناګورنو قره‌باغ کې د روانو عملیاتو یو انځور

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له اذربایجان څخه غوښتنه کړې چې په لانجمنه سیمه ناګورنو قره‌باغ کې پوځي اقدامات سمدلاسه پای ته ورسوي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، مېرمن بایربوک پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې وویل، اذربایجان باید د توغندیو له توغولو لاس واخلي او د مذاکرو مېز ته ستون شي.

د راپور له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په ناګورنو قره‌باغ کې د ملکیانو خوندیتوب مهم بللی او ویلي یې دي دا هلته د دېره روسي سرتېرو وظیفه هم ده.

اذربایجان د سې شنبې پر سهار د ناګورنو قره‌باغ سیمې د نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

دا په اذربایجان کې دننه پرته سیمه ده، خو ډېری اوسېدونکي یې په خټه ارمنیان دي.

له لسیزو راهیسې دغه سیمه د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د شخړې او رقابت اصلي دلیل بلل شوی دی.

د روسیې سرحدي سرتېري هلته د هغه اوربند د څار لپاره ګمارل شوي، چې په ۲۰۲۰م کال کې ورباندې موافقه شوې ده.