طالبانو په نغلو کې د لمریزې انرژۍ د تولید یوه پروژه پرانیستې

ارشیف

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په نغلو کې د لمریزې انرژۍ د تولید د یوې پروژې د پرانیستو خبر ورکوي.

دې وزارت نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې دا پروژه د لس میګا واټه برښنا د تولید ظرفیت لري.

په بیان کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له قوله ویل شوي چې د دې پروژې د پرانیستو په غونډه کې یې ویلي، نورې دا ډول پروژې به هم په راتلونکي کې پلې شي.

افغانستان له کلونو راهیسې د برښنا د کمښت له ستونزې سره مخامخ دی او اوسمهال خپله د اړتیا وړ برښنا تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو، ترکمنستان، ایران او ازبکستان څخه واردوي.