یو شمېر افغان سوداګرو د کابل-جلال اباد لویې لارې تړل کېدو ته اندېښنه وښوده

ارشیف: د کابل - جلال اباد لویې لارې د ماهیپر یو انځور

د کابل - جلال اباد لویه لاره د یکشنبې ورځې راهیسې د غره ښویېدنې له امله د کابل دروازې په درې کیلومترۍ کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دې لويې لارې د بندېدو له امله خلک او سوداګر وايي، له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د مېوو او سبزیو ځینې سوداګر وايي، د کابل- جلال اباد لویې لارې بندېدو د هغو موټرو مخه نیولې چې پاکستان ته مېوه او سبزیجات لېږدوي او دې وضعیت سوداګر اندېښمن کړي دي.

د تازه مېوو او سبزیجاتو یو سوداګر محمد یمین وايي، په دې ورځو کې یې د لارو د بندېدو له امله ډېر زیان لیدلی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "درې ټېلر موټر مو له نورو لارو نه شي تللی او په څرخي پله کې ولاړ دي. د انګورو درې موټر مو په تورخم کې ولاړ دي. مېوه او سبزي یوه یا دوه ورځې وخت لري، داسې څوک پاتې نه دي چې زیان یې نه وي لیدلی."

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبوعاتي مسوول قریشي بدلون دوه ورځې وړاندې په یوه لنډ پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی، موټر چلوونکو ته یې لارښوونه کړې ده چې د کابل- جلال اباد د لارې تر پرانیستو دې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په لاره جلال اباد ته تګ راتګ وکړي.

ارشیف: د ماهیپر یوه څنډه

په ورته وخت کې د ټرانسپورټي شرکتونو ځینې مالکان هم وايي، د کابل-جلال اباد د لویې لارې د تړل کېدو له امله هېڅ موټر چلونکی ختيځو ولایتونو ته نه ځي.

د یوه ټرانسپورټي شرکت مشر مهدي اصفي ازادي راډيو ته وویل، چې پخوا به موټر چلوونکو د سوداګرو توکي په ۵ زره افغانیو لېږدول، خو وروسته له دې چې دغه لاره بنده شوې، اوس په ۹ زره افغانیو هم د سوداګرو توکي د افغانستان ختیځ ته نه لېږدوي.

هغه وویل: "هم د سالنګ او هم د جلال اباد مسیر بند دی، په دواړو لارو کې له ستونزو سره مخ یو او ډرېوران نه ځي. هغه تړون چې موږ له ډرېورانو سره کړی، په هغه بیه نه ځي او زموږ له وسه هم پوره نه ده چې ډېرې پیسې ورکړو."

هغه زياته کړه، که دا لاره ژر پرانېستل نه شي، سوداګر، ټرانسپورټي شرکتونه او خلک به نور هم له ستونزو سره مخ شي.

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دوی کاري ټیم د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په همکاري د خلکو او موټرو د تګ راتګ لپاره بدیل فرعي سړک پرانیستی دی.

هغه وویل: "د کابل- جلال اباد لویې لارې د غر ښویېدنې په سیمه کې یو فرعي سړک د مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوی.

د یادونې وړ ده چې له غره څخه د راښویدلو غټو ډبرو او خاورو له امله سړک او استنادي دېوالونه یې زیانمن شوي دي.

نوی پرانیستل شوی بدیل او فرعي سړک د باروړونکو موټرو د تګ راتګ ظرفیت نه لري.

د فواید عامې وزارت ویاند وايي چې باروړونکي موټر د لته بند او کاپیسا د تګاب ولسوالۍ له لارې خپل توکي لېږدولای شي.

د کابل-جلال اباد لويه لار د افغانستان له مهمو ټرانسپورټي لارو څخه ده چې کابل د هېواد له ختيځو ولايتونو سره نښلوي، دا لاره په تېرو کلونو کې هم کله ناکله د بارانونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله تړل شوې ده.