هند له دې هېواده د یوه کاناډایي ډیپلومات د ایستلو خبر ورکړ

د هند بیرغ

هند نن سې‌شنبې له دې هېواده د یوه کاناډایي ډیپلومات د ایستلو خبر ورکړ.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې دغه اقدام څو ساعته وروسته له هغې کېږي چې اوتاوا د هند د استخباراتو یو جګپوړی مامور له دې هېواده وایست او هغه یې په کاناډا کې د سېکانو د یوه جلاغوښتونکي مشر په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ.

د کاناډا صدر اعظم جسټن ترودو خپل پارلمان ته ویلي، په دې اړه یې تېره اوونۍ د جي‌شل په غونډه کې د هند له صدر اعظم نریندرا مودي سره هم خبرې کړي دي.

د هرډیپ سېنګ نیجر په نوم دغه سېک فعال د تېرې جون میاشتې په ۱۸مه د کاناډا په برېټېش کولبمیا سیمه کې په ډزو ووژل شو.