سپینه ماڼۍ: طالبان د نړۍ د هیلو خلاف حرکت کوي او له نړیوال مشروعیت لرې دي

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي یوځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان د نړۍ د هیلو خلاف حرکت کوي او له دې ډېر لیرې دي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

کربي دغه څرګندونې پرون دوشنبې ناوخته په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړي او زیاته یې کړه چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا تګلاره نه ده بدله شوې.

هغه وویل، طالبان په افغانستان کې د حکومتدارۍ او له ښځو او نجونو سره د چلند په اړه د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه په څرګندونو کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې په دې هېواد کې القاعده یقیناً ډېره کمزورې شوې او داسې نه بریښي چې هغه دې بېرته په افغانستان کې ځان احیا کړي.

نوموړي دا هم وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو څارنه کوي.