د خرسون د پخواني قومندان 'هینادی کهوتا' جسد په کییف کې موندل شوی

ارشیف

د خرسون سیمې د پخواني قومندان هینادی کهوتا جسد د اوکراین په پلازمېنه کیف کې وموندل شو.

پولیس تراوسه نه پوهېږي چې ۴۹ کلن کهوتا ځان وژنه کړې او که د بل چا له‌خوا وژل شوی دی.

د هغه مړی پرون د وشنبه د کییف د یوه کلي ګراچ ته نږدې وموندل شو.

مېرمنې یې درې ورځې وړاندې د هغه د تري تم کېدو خبر ورکړی و.

هینادی کهوتا ۲۰۲۱ کال کې د اوکراین د خرسون سیمې د څارونکي په توګه وټاکل شو، خو کله چې روسي پوځیانو د دې سیمې زیاته برخه لاندې کړه، نوموړی کییف ته وتښتېد.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي دغه قومندان د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۲مه له دندې لرې کړ.