اتونبایووا له متقي سره د امنیت شورا د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا ناسته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې اوونۍ د غونډې په درشل کې د پراخو سلا مشورو په چوکاټ کې شوې.

د یوناما د بیان له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه ولري.

یوناما په خپل بیان کې زیاته کړې چې د رغنده تعامل لپاره متعهده ده او غواړي دا ډاډمنه کړي چې د ټولو افغانانو غږونه واورېدل شي.