په تهران کې د النصر او پرسپولیس فوټبال لوبډلې سیالي لري

د النصر لوبډلې ځینې لوبغاړي

د نړۍ د پېژندل شوي فوټبالر کریسټیانو رونالډو لوبډله النصر نن شپه ناوخته په تهران کې له پرسپولیس ټیم سره لوبه کوي.

د دوی لوبه د تهران په ازادي سټډیوم کې د ننداره چیانو له حضور پرته ترسره کېږي.

له رونالډو څخه په تهران کې د هغه زرګونه مینه‌والو ډېر تود او له شور ډک هرکلی وکړ.

د پرسپولیس د ټيم مدیر هغه ته دوه ورېښمنۍ غالۍ ډالۍ کړې او د النصر د ټيم هستوګنې هوټل ته که څه هم سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو لسګونه کسان ور ننوتل او هر یوه د رونالډو د لیدو هیله درلوده.

د عربستان د فوټبال لیګ النصر او د ایران د فوټبال د مخکښ ټیم پرسپولیس لوبه د اسیا د اتلولۍ جام په دور کې ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې النصر ټیم د دې لوبې لپاره په تهران کې تمرینونه نه دي کړي او مدیر یې ویلي چې د ډېرې ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره یې غوره ګڼلې لوبغاړي تر لوبې پورې په هوټل کې پاتې شي.

رونالډو په نړیواله کچه له خاص محبوبیت او شهریت برخمن دی او له النصر ټيم سره تر یوځای کېدو وروسته یې په سیمه کې لا مینه‌وال زیات شوي.