د اوکراین حکومت د دې هېواد د دفاع وزارت شپږواړه مرستیالان او په دفاعي چارو کې د دولت وزیر له دندو لیرې کړي دي.
د اوکراین په پارلمان کې د کابینې استازي تاراس میلني چوک نن دا خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي دوه اونۍ مخکې تردې اولیکسي ریزنیکوف د دفاع د وزیر له دندې لیرې کړ او پرځای یې رستم عمروف پر دنده وګوماره او پارلمان د هغه پرېکړه تایید کړه.