د عراق حکومت کردستان ته اختصاص شوې بودیجه زیاتوي

د کردستان نقشه

د عراق فدرال حکومت پرون موافقه وکړه چې د عراق کردستان ته به اختصاص شوې بودیجه زیاتوي.

د عراق د شمال دغه کورواکې سیمه کې د معاشونو د ورکړې لپاره دغسې بودیجې ته سخته اړتیا لیدل کېږي.

دا پرېکړه داسې وخت کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې په زرګونو کسان د دې سیمې په درېیم لوی ښار دهوک کې لارو سړکونو ته راووتل او ملکي مامورینو ته د معاشونو د نه ورکول کېدو په باب یې اعتراضونه وکړل.

دوی د دې ستونزې ملامتي پر بغداد واچوله.

د عراق فدرال حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د عراق کردستان ته به د کاله دوه اعشاریه یو ټرلیون دیناره اختصاص کوي چې په درېیو قسطونو کې به ورکول کېږي.