د ناټو عمومي منشي: د روسیې جګړه به ژر ختمه نه شي

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه به ژر پای ته ونه رسېږي.

سټولټنبرګ دا خبره د فنکي میډینګروپ په نوم له یوې جرمن ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې چې پرون خپره شوه.

هغه ټینګار وکړ چې د ناټو ټول غړي هېوادونه په اوکراین کې د سمدستي سولې غوښتونکي دي، خو د ناټو د عمومي منشي په وینا، که اوکراین جګړه ودروي، د یوه هېواد په توګه به نور موجود نه وي.

د سټولټبرګ په وینا،که روسیه خپلې وسلې کېږدي، سوله به تامین شي.

هغه په ناټو کې د اوکراین د شاملیدو د غوښتنې په اړه وویل چې په دې کې شک نه شته چې اوکراین به بلاخره له ناټو سره یوځای شي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل پیل کړ چې لا هم دوام لري.

د روان کال د جون په لومړیو کې اوکراین د روسي ځواکونو پر ضد ځوابي برید وکړ او ادعا یې وکړه چې په دې برخه کې یې پرمختګ کړی دی.