هند د افغان ځوانانو لپاره بورسونه اعلان کړل

د هند بیرغ

هند د افغان ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو ۱۰۰۰ بورسونه اعلان کړي.

په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې تایید کړې چې د هند حکومت د انلاین پورتال له لارې د لیسانس او ماسترۍ د کچې دا تحصیلي بورسیې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونو په مخه افغان ځوانانو ته ورکوي.

د سفارت د بیان په اساس، د دغو بورسیو لپاره نوملیکونه د سپټمبر له ۱۶مې پيل او تر ۲۲مې دوام کوي.

که څه هم هند په انلاین توګه د دې بورسیو اعلان کړی، خو اخوا سلګونه هغه افغان ځوانان لا هم هند ته په تلو او د خپلو درسونو په پيلولو نه دي بریالي شوي چې د جمهوري نظام تر سقوط مخکې د هند بورسیو ته کامیاب شوي وو.