طالبانو له پاکستان سره د ستونزو په ژر حل ټينګار کړی

د عکس ښي لور ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او چپ لور ته په کابل کې د پاکستان شارژدافېر عبیدالرحمن نظاماني.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له پاکستان سره د رامنځته شویو ستونزو په تړاو د دغه هېواد له شارژدافېر سره خبرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې متقي له عبیدالرحمن نظاماني سره د تورخم د دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې او ځینو نورو ستونزو په اړه بحث کړی.

د بیان له مخې، دوی د دغو ستونزو په ژر حل ټینګار کړی دی.

تورخم شاوخوا لس ورځې تړلی و چې له امله یې افغان او پاکستاني سوداګرو ته تر دوو میلیونو ډالرو تاوان رسېدلی.

اخوا په پاکستان په تېره بیا بندري ښار کراچۍ کې د افغانانو د نیولو لړۍ په چټکۍ روانه ده.

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه پنځه سوه افغان کډوال په کراچۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوي.