ملګري ملتونه: د لیبیا په سېلاب ځپلو سیمو کې لا هم د ژغورلو هڅې روانې دي

د اوچا په وینا، په درنه ښار کې ۱۰زره او ۱۰۰ کسان لا هم تري تم دي او ۱۷۰ نور کسان د لیبیا د ختیځ په نورو برخو کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، د لیبیا په سېلاب ځپلو سیمو کې لا هم د خلکو د ژغورلو هڅې روانې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، یوازې په درنه ښار کې د مړو شمېر ۱۱زره ۳۰۰ ته رسېدلی دی.

د دې ادارې په وینا، په دې ښار کې ۱۰زره او ۱۰۰ کسان لا هم تري تم دي او ۱۷۰ نور کسان د لیبیا د ختیځ په نورو برخو کې مړه شوي دي.

اوچا ویلي، داسې اټکل کېږي، چې د مړو شمېر ښايي زیات شي، ځکه په نورو کسانو پسې د پلټنې او ژغورنې عملیات په پرله پسې ډول دوام لري.

خو د درنه ښاروال ویلي چې په دې ښار کې ښايي ۲۰زره کسان مړه وي.

۱۳ ورځې مخکې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو له کبله د درنه ښار پلونه او د اوبو بندونه ونړېدل چې د لوی طبیعي نارین سبب شو.