امریکا په افغانستان کې د خپل یوه وګړي د نیول کېدو خبر ترلاسه کړی

ارشیف: د امریکا بیرغ

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د یوه امریکايي وګړي د نیول کېدو خبرونه یې ترلاسه کړي دي.

دې وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې اوسمهال په دې اړه د ویلو لپاره څه نه لري، خو امریکايانو ته یې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر کولو دې ډډه وکړي، ځکه د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په افغانستان کې د امریکايي وګړو د اختطاف یا د هغوی پر وړاندې د تشدد ګواښ ډېر دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د 'آی اې ایم' په نوم د نړیوالې مرستندویې ټولنې ۱۸ کارکوونکي په دې وروستیو کې په غور ولایت کې نیول شوي دي.

سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې په دې کسانو کې یو امریکایی هم شامل دی.

په غور کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ادعا کړې چې دا کسان عیسویت دین ته د خلکو په رابللو کې ښکېل وو.