طالبان: د پاکستان له زندانونو ۱۷۲ افغانان خوشې شوي

د کراچۍ یو زندان

په داسې حال کې چې په پاکستان کې پولیس اوس هم د افغان کډوالو نیولو ته دوام ورکوي د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د څه باندې ۱۷۰ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

دې وزارت پر ایکس شبکې خبر ورکړی چې د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې له زندان څخه ۱۷۲ تنه خوشې شوي افغان بندیان هېواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ په دې وروستیو کې په دې هېواد کې د دېره غیرقانوني افغان کډوالو د نیولو امر ورکړی او د راپورونو له مخې په دې ترڅ کې تراوسه سلګونه افغانان نیول شوي دي، خو د فعالانو په وینا، په نیول شویو کسانو کې ګڼ هغه افغانان هم شامل چې د سفر او په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد لري.