پاکستان او هند ته د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت انځر صادر شوي

د افغانستان انځر

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونو د خونو چارواکي په تېره یوه میاشت کې له دې ولایت څخه پاکستان او هند ته د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت د پروسس شویو انځرو د صادرولو خبر ورکوي.

باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، د دې ادارې د چارواکو له قوله خبر ورکوي چې سږ کال د کندهار د انځرو حاصلات ۱۵۰ زره متریک ټنه اټکل شوي چې د تېرکال پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.

د چارواکو په وینا، سږ کال د تېرو کلونو پرتله د کندهار د انځرو کیفیت هم ښه دی.

دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د هېواد د تازه مېوې او ترکارۍ د صادراتو مهم بندر تورخم په دې وروستیو کې د نهو ورځو لپاره بند و، او له دې کبله افغان سوداګرو ته شاوخوا دېرش میلیون ډالره تاوان واوښت.