د ناروې چارواکي: په شمالي قطب کې د روسي ځواکونو شمېر کم شوی

د ناروې یوه سرحدي سیمه کې د دې هېواد بیرغ

د ناروې یو جګپوړی پوځي چارواکی وايي، د دې هېواد پولو ته نږدې په شمال قطب کې د دېره روسي ځواکونو په شمېر کې د اوکراین د جګړې له پیل څخه د مخکې مهال پرتله لږترلږه شل سلنه کموالی راغلی.

ناروې په شمالي قطب کې له روسیې سره ګډه پوله لري.

د ناروې د وسله‌وال پوځ لوی درستیز جنرال ایریک کریستوفرسن په پلازمېنه اوسلو کې د ناټو د دفاعي مشرانو له پرونۍ غونډې وروسته وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ډېر ښه پوهېږي چې ناټو د روسیې لپاره ګواښ نه دی.

د کریستوفرسن په وینا، که پوتین په دې باوري نه وای خپل سرتېري به یې د جګړې لپاره اوکراین ته نه وای استولي.

کریستوفرسن د ناروې او روسیې په ګډ سرحد کې د روسي ځواکونو د شمېر په اړه جزییات وړاندې نه کړل.