'آی اې ایم' د طالبانو له بنده د خپلو ۱۸ کارکوونکو د خوشې کولو هڅې پیل کړي

د آی اې ایم موسسې نښان

د نړیوال مرستندویه ماموریت یا 'آی اې ایم' موسسه وایي چې د طالبانو له مالیې وزارت سره په ارتباط کې شوې او د ملګرو ملتونو او اکار له موسسې سره یې اړیکي نیولي چې د دوی ۱۸ غړي د طالبانو له توقیفه ازاد شي.

د نړیوال مرستندویه ماموریت موسسې نن په یوه بیان کې وویل چې دوی ته د خپلو غړیو د نیولو په اړه معلومات نه دی ورکړل شوی.

د راپورونو له مخې اوولس افغانان او یو امریکایي ډاکتر چې له 'آی اې ایم' موسسې سره یې کار کاوه یولس ورځې مخکې په غور ولایت کې نیول شوي دي.