پاکستان د پټرولو او ډیزلو د بیې د بېسارې لوړېدو خبر ورکړ.
دا په تېرو دوو اوونیو کې دوهم ځل دی چې د تېلو او ګازو بیې په دغه هېواد کې لوړېږي.
د پاکستان مالې وزارت په یوه بیان کې پرون وویل چې د تېلو بیې شپږ ویشت اعشاریه صفر دوه روپۍ زیاتې شوې چې اوس یو لیتر پټرول په درې سوه یو دېرش اعشاریه اته دېرش پلورل کېږي او ډیزل اوولس اعشاریه څلور دېرش روپۍ ګرانه شوې چې یو لیتر په درې سوه نهه ویشت اعشاریه اتلس خرڅېږي.
پاکستان له لوړ انفلاسیون او د ارزي زېرمو له کمېدو سره مخامخ دی.
دې هېواد په جولای کې د پيسو له نړیوال صندوق څخه درې میلیارده ډالر پور واخیست چې د اقتصادي ثبات په لور ګام واخلي.